حكومت په هزاره ډويژن كښې د وولټج ښه كولو له د 17 اربه روپو لګښت سره د څلور نوې ګرډ سټېشن جوړولو منظوري وركړې

اسلام آباد02 نومبر(اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئېلي دي چې حكومت په هزاره ډويژن كښې د وولټج ښه كولو له د 17 اربه روپو لګښت سره د څلور نوې ګرډ سټېشن جوړولو منظوري وركړې٬ خانپور سړك د پیښور جي ټي سړك سره تړلو له 45 كروړه روپۍ جاري شوې٬ ډېر زر به په پروژه كار پېل شي۔ د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې اے پي پي سره په خپلو خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل هزاره ډويژن كښې د برېښنا وولټېج ښه كولو له 17 اربه روپو لګښت سره د نوي ګرډ سټېشن جوړولو منظوري وركړی شوې چې پكښې مانسهره ضلع كښې دربند سيمه د 132 كے وي ګرډ سټېشن منظوري وركړې شوې٬په دې به 50 كروړه روپۍ لګښت راځي دغسې هري پور ضلع كښې په سرائے صالح 132 كے وي ګرډ سټېشن به 50 كروړه روپۍ لګښت راځي۔ خان پور كښې هم د 132 كے وي ګرډ سټېشن په جوړولو به 50 كروړه روپۍ لګښت راځي۔ پھ دې دريو واړو ګرډ سټېشنو به 1 ارب 50 كروړه روپۍ لګښت راځي دغسې په حطار انډسټري كښې د 220 كے وي ګرډ سټېشن جوړولو منظوري وركړې شوې او په دغې به 8 اربه روپۍ لګښت راځي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د خانپور سړك بشپړولو له 45 كروړه روپۍ فنډ جاري كړے٬ دې سره به خانپ