ایشین فټ سال چیمپئن شپ به راروانه مياشت كښې په اسلام آباد كښې كېږي

اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) د پاکستان فټ سال فیډرېشن تر سيوري لاندې ایشین فټ سال چیمپئن شپ به په 13 دسمبر پاکستان سپورټس کمپلیکس اسلام آباد كښې كېږي۔ د پاکستان فټ سال فیډرېشن چئرمېن ملك مهربان علی ووئيل د چیمپئن شپ تیاری روانې دي او چیمپئن شپ كښې ګډون له 6 هېوادونو تصدیق کړې دې چې پكښی هند ، افغانستان، نیپال، ترکیه، بنګله دېش او سری لنکا شامل دي دغسې تھائی لینډ، سعودی عرب او قازقستان به هم پھ يو څو ورځو كښې د ګډون تصدیق وكړي۔ ده ووئيل چیمپئن شپ به تر 16 دسمبر روان وي او د چیمپئن شپ په آخر به کامیابی ترلاسه كونكو لوبغاړو له ټرافۍ او انعامونه وركولې شي