چين كښې د نړۍ تر ټولو اوږد سمندري پل پرانسته

ھانګ کانګ۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) د چين اولس مشر شي جن پنګ د هانګ كانګ او مكاؤ د چين ژوهائي ښار سره د تړونكي پل پرانسته كړې ده ۔ د ياد شوې پل پرانسته د نهې په ورځ سحر چين كښې د اصلاحاتو پروګرام 40 كالو په بشپړېدو وكړې شوه۔ د پل اوږدوالې 35 کلومیټر(22 میل) دے ٬ د دې يوه برخه سمندر كښې دننه په 6.7 کلومیټر(4 میل) اوږد سرنګ مشتمله ده۔ په منصوبه كښې د شاملو نورو سړكونو سره د پل اوږدوالې 55 كلوميټر ته رسېدلې ۔ په دې منصوبه كښې دوه مصنوعي جزيرې هم شاملې دي كومې چې د سرنګانو يو بل سره تړلو له په يو مسافت جوړې كړې شوي۔ دا پل د 20 اربو ډالرو په مصرف په 9 كاله كښې جوړ كړې شوې ۔ د چينائي چارواكو ترمخه دې پل سره به د چين په معيشت كښې د 100 کھربه یوان ( 1.44 ټریلین ډالره) شامل شي۔ د هانګ كانګ چارواكو وېنا ده د پل جوړولو په مهال 8 مزدوران سمندر ته پرېوتې او مړه شوي ۔ پل به عام ټرېفك لپاره نن د شورؤ په ورځ پرانستلې شي۔ دا منصوبه د چين حكومت ګرېټر منصوبې برخه ده چې ترمخه به ئې د سوئيلي چين 9 نور ښارونه هانګ كانګ او مكاؤ سره وتړلې شي۔