سعودی عرب بطمان كښې په پوځي ډله په بريد د ترکیې سره د يووالې څرګندونه وكړه

ریاض 06 اکتوبر (اے پی پی) د سعودی خارجه دفتر د ترکیې په سوئيلي ختيزه سيمه ’’بطمان‘‘ كښې په پوځي ډله د ترهه ګرو بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ په دې بريد كښې ځينې كسان مړه او ژوبل شوې دي۔ د سعودی ورځپاڼې له مخې د سعودی چارواكو په ډاګه كړې چې د هر ډول ترهه ګرۍ په ضد سعودی عرب د تركيې سره ولاړ دې۔ په پوځي ډله بريد كښې د مړو شويو كورنيو ٬ ترکيې حکومت او اولس سره سعودی عرب د يووالې څرګندونه كړې دغسې د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا هم كړې ده۔