زياته غريبي٬ ګراني او وچ كالي د افغانستان لويې ستونزې دي

كابل 22 اکتوبر (اے پی پی) زياته غريبي٬ ګراني او وچ كالي د افغانستان لويې ستونزې دي٬د تېرو مياشتو په مهال د تشدد پیښو كښې 2790 وګړي مړه او 5250 ژوبل شوي دي ۔په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مشن د اړخه جاري شوې شمېرې له مخې افغانستان كښې د بې روزګارۍ شرح 27 فيصد ته رسېدلې٬ 54 فيصده وداني د غريبۍ په ژوند كولو مجبوره ده۔د افغانستان د كركيلې٬اوبه خور او لائيو سټاك وزير نصير احمد د دې خبرې اعتراف كړی چې حكومت په يوازې د دې ټولو وګړو ضروري مرسته نه شي كولې۔ده ووئيل حكومت د نورو اقداماتو سره سره د هېواد 25 صوبو حاجتمندو له 119 ټنه غنم وركړي۔دغسې 60 ټنه غنم ورلډ فوډ پروګرام هم وركړي۔ د هېواد 20 ضلعې د وچ كالۍ ښكار دي او په سباؤن كښې 30 لكه كسان غذائي مرستې ته حاجتمند دي ٬ هغه ووئېل په دې صورتحال كښې د بې روزګارۍ شرح هم 27 فيصده ته رسېدلې۔هغه ووئيل د افغانستان اولس د اوسنو ټاكنو په نتيجه كښې په صورتحال كښې د ښه والي هيله لري