د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د رائل سعودي فضائيه كمانډر سره ملاقات

APP75-23 SAUDI ARABIA: October 23 - Air Chief Marshal Mujahid Anwar Khan, Chief of the Air Staff, Pakistan Air Force called on Lieutenant General (Staff) Turki Bin Bandar Bin Abdulaziz al Saud, Commander Royal Saudi Air Force at Royal Saudi Air Force Headquarters. APP

كراچي 23 اکتوبر (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د رائل سعودي فضائيه هېډكوارټرز دوره كړې ۔د نهې پھ ورځ جاري شوي اعلاميې له مخې د ايئر چيف د سعودي فضائيه هېډكوارټرز ته په رسېدو يوې چټك ډلې هغه ته سلامي وكړه۔ده د خپل هم څنګ لېفټيننټ جنرل(اسټاف)تركي بن بندر بن عبدالعزيز السعود سره ملاقات وكړو۔د ملاقات پھ مهال په شريكو اړيكو او په پېشه وره چارو خبرې اترې وشوې۔د رائل سعودي فضائيه كمانډر د دواړو وروڼو قامونو او د فضائي ځواكونو ترمينځه اوسنۍ مينه او د احترام مضبوط تعلق وستائېلو۔په موجوده مرسته د اطمينان څرګندونې سره دواړو مشرانو شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلې وكړو۔د يادونې وړ ده د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د سعودي په دوره تللې دې