د پاكستان اولس د چين سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬د پلاويو تګ راتګ سره دوه اړخيزه اړيكو لا پراخه كولو ته اړتيا ده

APP84-15 ISLAMABAD: October 15 - Prime Minister Imran Khan meeting with Song Tao, Minister of International Development of the Communist Party of China at PM Office. APP

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان اولس د چين سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬د پلاويو تګ راتګ سره دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده٬د چين دورې په مهال د چينائي قيادت سره ملاقات ته سترګې په لار يم٬د چين دوره به دوه اړخيزه ستراتېژېكي مرستې او د همارۍ د اهميت عكاس وي۔ده د چين د كميونسټ ګوند د نړيوال پرمختګ وزير سونګ تاؤ سره خبرې اترې كولې چا چې د ګل په ورځ ده سره ليدلي وو۔د چين نړيوال پرمختګ وزير سونګ تاؤ وزيراعظم عمران خان سره د غريبۍ ختمولو٬د كرپشن په ضد جنګ او د زرعي پرمختګ ايجنډې بشپړولو له د مرستې باور وركړو۔وزيراعظم عمران خان د چينائي وزير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان او چين د ملګرتيا اړېكې لري او د پاكستان اولس د چين سره ملګرتيا ته خاص اهميت وركوي۔د چين اولس مشر شي جن پنګ د اړخه دواړه هېوادونه قوي وروڼه ګرځول د حقيقت عكاسي كوي۔ده ووئيل د چين اولس مشر يو لويې سټېټس مين دے او د پاكستان اولس هغه ستائي۔پاكستان تحريك انصاف او د كميونسټ ګوند ترمينځه زياتې شوي اړيكې ستائېلو سره وزيراعظم د پلاويو تګ راتګ د لارې اړيكو ته د لا ودې وركولو پھ حاجت زور راوړو