د هند او ويسټ انډيز د كركټ لوب ډلو ترمينځه دوهم ټېسټ مېچ به د اكتوبر په 12مه نېټھ پېل كېږي

حېدرآباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د هند او ويسټ انډيز د كركټ لوب ډلو ترمينځه دوهم ټېسټ مېچ به د اكتوبر په 12مه نېټھ پېل كېږي۔د هند كوربه لوب ډلې ويسټ انډيز له د دوو ټېسټ ميچونو په سيريز كښې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې ماتې وركړې ده ۔د ټېسټ ميچونو د سيريز نه پس به د دواړو هېوادونو ترمينځه د پنځو يو ورځنو ميچونو سيريز هم كېږي۔د سيريز وړومبې مېچ به د اكتوبر په 21مه نېټھ كېږي۔د دې نه پس به د دواړو لوب ډلو ترمينځه د درې ټي 20 ميچونو سيريز هم وي چې وړومبې مېچ به ئې د نومبر په 4مه نېټه كېږي