د هند او ويسټ انډيز ترمينځه وړومبې ټېسټ به د اكتوبر په څلورمه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د هند او ويسټ انډيز كركټ ډلو ترمينځه په دوه ميچونو مشتمل سيريز وړومبې ټېسټ به د اكتوبر په څلورمه نېټه په راجكوټ كښې پېل كېږي۔ د ويسټ انډيز لوبډله هند ته رسېدلې او هغوي د انډين بورډ پريذيډنټ اليون په ضد دوه ورځنې ټورمېچ كښې ښه لوبه وړاندې كولو لپاره د ميزبان ډلې لپاره د خطرې ټلې غږولې۔ د دواړو ډلو ترمينځه دوهم ټېسټ مېچ به د 12 نه تر 16 اكتوبر په حېدرآباد كښې كېږي۔ د دې نه وروستو به د دواړو ډلو ترمينځه پنځه يو ورځني نړيوال ميچونه كېږي۔