د ملګرو ملتونو مشر نادیه او مَیك ویګے له مباركي وركړه

ملګرې ملتونه 06 اكتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوټیرش د روان كال لپاره د امن نوبل انعام حقدار ګرځولې شوې دواړه شخصیات ډینی مَیك ویګے او نادیه مراد له مباركي وركولو سره وئيلي چې مونږ د بشري حقونو په تحفظ باور لرو۔ د المان نشریاتی ادارې له مخې تيره ورځ د ایزدی ميرمن نادیه او د كانګو ډاكټر مَیك ویګے له د جنګ په مهال د ریپ په ضد كامیابۍ سره په كمپائن چلولو د روان كال لپاره د نوبل امن انعام وركولو اعلان كړې۔ نادیه په تير وخت كښې د داعش جنګيالو جنسی غلامه هم پاتې شوې دغسې ډاكټر مَیك ویګے كانګو كښې د جنګ په مهال د جنسی زیاتی ښكار شويو ميرمنو درملنه كړې۔