د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد به ﴿نن﴾ د تهائي لېنډ په دوه ورځنې سركاري دوره ځي

كوالالمپور 23 اکتوبر (اے پي پي) د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د تهائي لېنډ په دوه ورځنې سركاري دوره ځي۔ د خبر له مخې د دورې په مهال به هغه د تهائي لېنډ وزيراعظم سره ملاقات كوي۔ د دورې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو او د تجارت په وده خبرې كوي۔ د يادونې وړ ده چې تهائي لېنډ په نړۍ كښې د مالېزيا پنځم او په اسيان كښې دوهم لوي تجارتي شراكتدار هېواد دے۔