د سېنېټ دوهم چيئرمېن د یورو آشياﺀ پارلیمانې غونډه كښې د ګډون په مهال د انډونييشا ٬ تھائي لېنډ او بوسنيا اېنډ هرزګوينيا پلاويو سره ملاقاتونه

APP29-10 ANTALYA: October 10 - Deputy Chairman Senate, Saleem Mandviwalla and head of the delegation of Thailand, member of the National Legislative Assembly, Kitti Wasinondh leading their respective delegations during delegation level meeting at the 3rd meeting of the Speakers of Eurasia Countries’ Parliaments (MSEAP). APP

اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا د يورو آسيائي هېوادونو پارلماني غونډه كښې د ګډون په مهال د انډونيشيا ٬ تھائي لېنډ او بوسنيا اېنډ هرزوګوينيا پلاويو سره ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې كړې دي ۔ دوهم چيئرمېن دا مهال د يورو آسيائي هېوادونو پارلماني غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كوي۔ پلاوي كښې سناتور محسن عزيز ٬ سناتوره خوش بخت شجاعت ٬ سناتور نصيب الله بازئي ٬ د قامي اسمبلۍ غړو جېند انوار ٬ عامر ايوب او تركيه كښې د پاكستان سفير ساجد قاضي شامل دي ۔ د يورو آسيائي هېوادونو دا پارلماني غونډه د روانې مياشتې 8 مې نېټې څخه تر 11 مې نېټې د تركيه په اناطوليه ښار كښې كېږي۔ د غونډې مقصد په يورو آسيا كښې غوره پرمختګ او معاشي اړيكو ته وده وركول دي۔ پاكستاني پلاوي د انډونيشيا پلاوي سره ملاقات كښې انډونيشيا كښې لږې ورځې وړاندې د راغلې زلزلې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس او غم دړد څرګندونه كولو سره د پاكستان لخوا د هر ډول مرستې وړاندېز كړے ۔ دواړو اړخونو دوه اړخيزه نزدې اړيكو لپاره د خپل عزم څرګندونه كړې او د اړيكو لا مضبوطولو او د پارلمان په كچه رابطو ته د ودې وركولو په حاجت ئې زور راوړے۔ دوهم چيئرمېن وړاندېز وركړو چې انډونيشيا دې پاكستان لپاره د وېزې نظام كښې آسانۍ رامخې ته كړي دغسې چې هنرمند افرادي قوت انډونيشيا ته راشي۔ د تھائي لېنډ پلاوي سره ملاقات كښې دوهم چيئرمېن سلیم مانډوی والا پلاوي ته د پاكستاني كلتور په اړه ووئيل د بدھسټ ډلې لپاره د پاكستان ټېكسلا ښار لوئے تجارتي مركز دے۔ دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ پاكستاني پلاوي د بوسنيا اېنډ هرزګوينيا پلاوي مشر سېفټ سېفټك سره په دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ دواړو اړخونو د دوه اړخيزه خوښې په بېلو څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو لپاره خوښي ښكاره كړې۔ د بوسنيا پلاوي مشر ووئيل زمونږ اولس پاكستان سره جذباتي تړون لري۔ دوهم چيئرمېن سلیم مانډوی والا ووئيل بوسنيا د پاكستان ملګرې هېواد دے او پاكستان به د بوسنيا