د سوريه خانه جنګۍ په مهال 3894 فلسطینی كډوال په حق رسېدلي۔ راپور

دمشق ۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) سوريه كښې بشري حقونو لپاره د كار كوؤنكې يوې ډلې راپور ترمخه كال 2011ء څخه د روانې خانه جنګۍ په مهال تر دې دمه 3894 فلسطینی كډوال په حق رسېدلي دي۔ د فلسطين د اطلاعات مركز ترمخه د شام فلسطين اېكشن ډلې لخوا جاري كړې شوي راپور كښې وئيلي شوي درعا كېمپ كښې 1408 ، سوئيلي سوريا كښې 263 ،خان الشېخ كېمپ كښې 202، النیرب كېمپ كښې 167، الحسینیه كښې 123 او د سوريه په نورو كېمپونو كښې 1543 فلسطینی كډوال په حق رسېدلي دي۔ د راپور ترمخه 1198 فلسطینی د بمبارۍ ٬ 1063 د ډزو او 588 نور د بېلو پېښو په نتيجه كښې په حق رسېدلي ۔ په حق رسېدليو كسانو كښې مېرمنې ٬ كوچنيان او د زيات عمر وګړي شامل دي۔