د بشري وسائلو پرمختګ كښې پوهنتونونه مهم كردار لري

APP30-02 ISLAMABAD: October 02 - President Dr. Arif Alvi chairing a briefing on COMSATS University at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د بشري وسائلو پرمختګ كښې پوهنتونونه مهم كردار لري كوم چې د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د كامسېټس پوهنتون د اړخه وركړې شوي بريفنګ په مهال وكړه۔ د پوهنتون ريكټر پروفيسر ډاكټر راحيل قمر اولس مشر له بريفنګ وركړو۔د سائنس او ټېكنالوجي وزارت سېكتره ياسمين مسعود او نور غړي هم پ دې موقع موجود وو۔اولس مشر ووئيل حكومت د تعليم ودې ته پام لرنه كوي٬ده ووئيل بايد د علم سرمايې او تكنيكي پوهې ترلاسه كولو ته دې پام لرنه وكړې شي دغسې چې پاكستان د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې شامل شي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل اعلٰی تعليمي ادارو كښې دې تحقيق او پرمختګ ته وده وركړی شي۔اولس مشر تجويز وركړو چې سندھ او بلوچستان كښې دې هم د كامسېټس نوي كېمپس جوړ كړی شي۔ده د كامسېټس انتظامې ته سپارښتنه وكړه چې مستحق زده كونكو له د وظيفې وركولو لپاره د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام شمېرې څخه استفاده وكړې شي۔ده د پارلمان د ايكټ د لارې اداره د انسټي ټيوټ څخه تر پوهنتون درجې ته د رسولو د كامسيټس انتظامې له مباركي وركړه۔د دې څخه وړاندې پروفيسر ډاكټر راحيل قمر اولس مشر له د پوهنتون هلو ځلو او كاركردګۍ په