د افغانستان په ټولټاكنو كښې 2500 كانديدان برخه اخلي

كابل 18 اکتوبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د اكتوبر په 20مه نېټه كېدونكو ټولټاكنو كښې 25 سوه كانديدان برخه اخلي چې پكښې ګڼ شمېر كسان په وړومبي ځل د سياست مېدان ته راوتلي دي۔ د خبر له مخې د هېواد په يو شمېر سيمو كښې د دې كانديدانو پوسټرې په ديوالونو٬ ستنو او رستورانونو كښې په نظر راځي چې دغسې دوي د زياتو رائې وركوونكو ملاتړ ترلاسه كړے شي۔ د اولسي جرګې ﴿اسمبلې﴾ 249 چوكو لپاره په ټولټاكنو كښې برخه اخستونكو كانديدانو افغان اولس سره د مالي بدعنوانې له مېنځه وړلو او د امنيت وضع ښه كولو لوظونه كړي دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې په افغانستان كښې د ولايتي شوراګانو غړې جوړېدل په معاشي توګه ډېر ګټور دي٬ د ولايتي شورا يو غړې د مياشتې 2600 ډالر تنخا اخلي او دغسې نور هم ډېر مراعات لري۔ د كانديدانو په اړه تر ټولو زړه راكښونكې خبر د يو بندي دے۔ دا يو كانديد دے كوم چې د فراه ولايت په زندان كښې د دوه كلونو د بند سزا تېروي۔ هغه هيله