اولس مشر ډاكټر عارف علوي د دوي څخه سوګند واخست٬ وفاقي وزيرانو كښې محمد ميا سومرو٬صاحبزاده محبوب سلطان٬علي امين ګنډا پور٬اعظم خان سواتي ٬ محمد فېصل واډا او زرتاج ګل شامل دي

APP27-05 ISLAMABAD: October 05 – President Dr. Arif Alvi administering the oath of office to Ms. Zartaj Gul as Minister of State at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي د جمعې په ورځ د پنځو نوو وفاقي وزيرانو او يوې دوهمې وزيرې څخه سوګند واخست٬د سوګند پورته كولو دستوره په ايوان صدر كښې وشوه چې پكښې پارلماني غړو ګډون وكړو٬ سوګند پورته كوونكو وفاقي وزيرانو كښې محمد ميا سومرو٬صاحبزاده محبوب سلطان٬علي امين ګنډا پور٬اعظم خان سواتي او محمد فېصل واډا او د دوهمې وزيرې په حېث زرتاج ګل شامله ده۔ د اولس مشر دستورې ته پھ رسېدو قامي سرود وغږولې شو۔د سوګند پورته كولو دستوره د تلاوت كلام پاك څخه پېل شوه۔د دې نه پس اولس مشر د كابينې غړو څخه سوګند واخست۔(