اولس مشر د قامي اسمبلۍ غونډه د اكتوبر په 29مه نېټھ راوبلله

اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پی پی) اولس مشر د قامي اسمبلۍ غونډه د اكتوبر په 29مه نېټھ مازيګر څلور بجې رابللې ده ۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ د مېډيا څانګې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د قامي اسمبلۍ غونډه به د اكتوبر په 29مه نېټھ مازيګر څلور بجې د پارلمان په ودانۍ كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې كېږي