افغانستان، د الېكشن كمېشن هېډكوارټرز نه بهر ځانمرګې بمي چاؤدنه ٬ د كمېشن 4 عهدېدار او 2 پوليس اهلكار ژوبل

کابل۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) افغانستان كښې د الېكشن كمېشن هېډكوارټر نه بهر د ځانمرګې بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 2 پوليس او د كمېشن 4 عهدېدار ژوبل شوي دي۔ د برطاني خبر رسنې ادارې ترمخه كابل كښې د داخله وزارت وياند نجيب دانش خپل بيان كښې وئيلي دي د چاؤدنې دې پېښه كښې د انډیپیډنټ الېکشن کمېشن(آئی ای سی) 4 عهدېدار او 2 پولیس اهلکار ژوبل شوي ۔ دا بريد په يو داسې وخت كښې ترسره كړې شو كله چې په آئی ای سی كښې عهدېدارو د خالي په ورځ په قندهار كښې شوو پارلماني ټاكنو كښې د كارولې شوو ووټونو شمېره پېل كړه۔ د آئی ای سی يو عهدېدار خپل بيان كښې وئيلي دي ځان مرګې بريد كونكي خپل ځان د پوليس پوستې ته نزدې د آئي سي سي عهدېدار ګاډې سره الوزولې۔ بياهم دا خبره په ډاګه شوې نه ده چې د پېښې په مهال دغلته ټول څومره كسان موجود وو۔ دا خبره دې ښكاره وي