اعصام الحق قريشي د سټاك هوم اوپن ټېنس مېنز ډبلز كوارټر فائنل ته ورسېدو

سټاك هوم 18 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان د ټېنس ستورې اعصام الحق قريشي د سټاك هوم اوپن ټېنس مېنز ډبلز كوارټر فائنل ته ورسېدو۔ په سوېډن كښې روان په دې ايونټ كښې د مېنز ډبلز په پري كوارټر فائنل كښې اعصام الحق او د ده هسپانوي ملګري مارك لوېز ښه لوبه كولو سره اېلس ډي مينار او جان ملمېن ته ماتې وركولو سره كوارټر فائنل لپاره كواليفائي كړې