8 كسيزه قامی ډله نړيوال ټور ټین پن باؤلنګ چیمپیئن شپ كښې ګډون له تھائی لینډ ته ورسيده

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی) 8 كسيزه قامی ډله نړيوال ټور ټین پن باؤلنګ چیمپیئن شپ كښې ګډون له بنكاك ٬ تھائی لینډ ته رسيدل ده۔ د پاکستان ټین پین باؤلنګ فیډرېشن عمومي سيكتر اعجاز الرحمان ووئيل قامی ډله په 8 لوبغاړومشتمل ده، چې پكښې اعجاز الرحمان، احمر سلډرا، علی سوریا، علیم آغا، افضال اختر، سکندر حیات، دانیال شاه او امجد محمود شامل دي، چیمپیئن شپ به (نن) د ګل په ورځ پيل كېږي او ایونټ كښې د ټولې نړۍ باؤلرز برخه اخلي دغسې قامی ډله په وړومبي ځل نړيوال ټور ټین پن باؤلنګ چیمپیئن شپ كښې ګډون كوي، چیمپئن شپ به تر 28 ستمبر دوام لري۔