ګاونډي هېوادونو سره غوره اړيكې د پاكستان ترجيح ده٬ د اړيكو بهترې لپاره د هند خارجه وزير سره ليدنه غواړم٬ د هندي خارجه وزير رويه د افسوس وړ ده٬ د كوم پشار نه بغېر به د پاكستان مفاد بيان كړم٬ امن تل د پاكستان خواهش پاتې شوے٬ په بلوچستان كښې د بهرنيو عناصرو د مرستې كوټلي ثبتونه موجود دي٬ كشميريان د خپلې خپلواكې حق لپاره غږ پورته كوي٬ د كشميريانو د خپلواكې حق ترهګرې سره نه شي منسوب كېدے او نه د طاقت د لارې د دوي د آزادې جذبه تر پښو لاندې كېدې شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قريشي خبري كنفرنس ته وېنا

واشنګټن 24 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ګاونډي هېوادونو سره غوره اړيكې د پاكستان ترجيح ده٬ د اړيكو بهترې لپاره د هند خارجه وزير سره ليدنه غواړم٬ د هندي خارجه وزير رويه د افسوس وړ ده٬ د كوم پشار نه بغېر به د پاكستان مفاد بيان كړم٬ امن تل د پاكستان خواهش پاتې شوے٬ په بلوچستان كښې د بهرنيو عناصرو د مرستې كوټلي ثبتونه موجود دي٬ كشميريان د خپلې خپلواكې حق لپاره غږ پورته كوي٬ د كشميريانو د خپلواكې حق ترهګرې سره نه شي منسوب كېدے او نه د طاقت د لارې د دوي د آزادې جذبه تر پښو لاندې كېدې شي٬ په هند كښې لويه طبقه د كشمير په اړه د هند په پالېسې نيوكې كوي۔ ده دا خبرې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د خارجه چارو په اړه د پاكستان پاليسي واضحه ده٬ د يو بل احترام او د ورورولې په كچه خارجه اړيكې غواړو۔ د پاكستان او د امريكې د اړيكو نه تل امريكې استفاده كړې۔ امريكې سره روابط په ځائ ساتل دي۔ خارجه وزير ووئيل چې د سعودي عرب دوره د دوه اړخيزه اړيكو په اړه ګټوره ثابته شوې۔ د اېران خارجه وزير سره هم په دوه اړخيزه اړيكو خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او متحدره عرب اماتو ترمېنځه به هم اړيكو ته وده وركولې شي۔ د دې هېواد خارجه وزير به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ ده ووئيل چې په تېر دور كښې سعودي او متحده عرب اماراتو سره په اړيكو كښې پرمختګ نه دې شوے۔ د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو ته مو خطونه ليكلي دي۔ د رابطو دلارې د يو بل په پالېسو د پوهېدو موقع په لاس راځي۔ يو بل سره خبرې اترې په يو بل باور زياتوي۔ خارجه وزير ووئيل چې د هند سېكھـ ياتري تل په پاكستان كښې د مذهبي رسوماتو آزادي لري۔ د كرتار پورا لار پرانستل زمونږ د امن د خواهش عكاسي د