په ناروے كښې د روسيې جاسوس ونيول شو

اوسلو 24 ستمبر (اے پي پي) د ناروے پوليسو ادعا كړې چې دوي د اوسلو په هوائي اډه د روسيې يو جاسوس نيولې دے۔ د نړيوالې مېډيا له مخې دا كارروائي د تورن لخوا په پارلمان كسې په يو سېمينار كښې د ګډون كولو نه پس شوې۔ د روسيې دا 51 كلن جاسوس د ناروے د خفيه اېجنسې په مرسته نيول شوے۔ په سېمينار كښې د سائبر سېكورټي په اړه خبرې شوې دي۔ د روسيې لخوا په دې اړه لا كوم بيان نه دې راغلې۔