په میثاق معیشت اتفاق ته اړتيا ده٬ كالا باغ بند د وفاق د برخو د خوښې نه غېر نشي جوړېدې

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئيلي دي په میثاق معیشت د اتفاق پېدا كولو تجويز وړاندې كولو سره ووئيل يوازې په داسې كولو مونږ يو فعاله معيشت او فلاحي رياست پلو عملي ګام پورته كولې شو٬ ٬ كالا باغ بند د وفاق د برخو د خوښې نه غېر نه شي جوړېدې۔ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف دا خبرې د ګل په ورځ په ضمني مالياتي (بدلون) بل 2018 د بحث په مهال كړې۔ ده ووئيل هند سره اړيكو كښې بيړې ته ضرورت نشته۔ ده ووئيل مني بجټ څخه به د ګرانۍ طوفان راشي٬ ٬ د ګاز بېعې زياتېدو سره به كورني مصرف كوٶنكي متاثره شي٬ سرې به ګرانې شي۔ شهباز شريف ووئيل د سي پېك منصوبې په لاره كښې د خنډانو په ضد به لكه د چين د دېوال اودرېږو ۔ ده ووئيل مونږ تنقيد د تنقيد لپاره نه بلكې په اصلاح باور لرو٬ حكومت كه ښه اقدامات وكړل نو بشپړه مرسته به ئې كوٶ۔ د مخالفې ډلې مشر ووئيل هند سره اړيكې په خپل ځائ خو په كشمير سمجوته نشي كېدې۔ ده ووئيل د كال 2018 ټولټانكو كښې د درغلۍ پلټنو لپاره كمېټي جوړېدل خوشبينه ده ٬ مونږ دلته د جمهوريت شمع روښانه كولو لپاره راغلې يو او مخالفه ډله به په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔ شهباز شريف د امريكې سېكرټري آف سټېټ سره خبرې اترې او د سادګۍ په نامه د پروټوكول خاتمې په اړه په حكومت تنقيد كولو سره ووئيل چين زمونږ آزمائيلې شوې دوست دے خو د ھغوي د خارجه وزير تود هركلے نه دې شوې٬ ده ووئېل د سي پېك منصوبې پحقله ابهام