په تېر وخت كښې د ناقص اقتصادي پالېسو٬ د سياسي استحكام نشتوالي٬ بدنظمې او ترهګرې له امله د پاكستان معيشت آغېزمن شوے

APP11-24 ISLAMABAD: September 24 – Speaker National Assembly, Asad Qaiser speaks to the 1st Pakistan-USA Business Summit at a local hotel. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د پاكستان كاروباري ټولنې په سماجي پرمختګ او قامي خوشحالې كښې مهم كردار ترسره كړې٬ په تېر وخت كښې د ناقص اقتصادي پالېسو٬ د سياسي استحكام نشتوالي٬ بدنظمې او ترهګرې له امله د پاكستان معيشت آغېزمن شوے٬ په ټولو چېلنجونو او قامي مسئلو په اتحاد سره قابو موندلې كېدې شي٬ د امريكې كاروباري ټولنه دې په پاكستان كښې د كومې يرې او خطر نه غېر سرمايه كاري وكړي٬ هغوي له به هر ډول تحفظ وركولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاك- امريكا كاروباري موقعو په اړه وړومبني كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل قامي خوشحالي او پرمختګ حكومتونو سره سره كاروباري ټولنې سره تړون لري۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د ناقص اقتصادي پالېسو٬ د سياسي استحكام نشتوالي٬ بدنظمې او ترهګرې له امله د پاكستان معيشت آغېزمن شوے۔ ده ووئيل په ترهګرې ځپليو سيمو او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې كاروبارې چارې روانې ساتل ډېر مشكل كار ؤ۔ اسد قېصر ووئيل پاكستان امريكې سره د برابرې په كچه اړيكې غواړي۔ ده كاروباري ټولنې د مسئلو حل كولو باور وركړو او وې وئيل په دې لړ كښې به د خزانې او د تجارت وزيرانو سره خبره وكړم ٬ د مسئلو حل كولو لپاره به د كاروباري ټولنې په مشوره پاليسې جوړولې شي۔ سبېكر ووئيل د امريكې كاروباري ټولنه دې په پاكستان كښې د كومې يرې