په استنبول كښې حلال اېكسپو او ورلډ حلال سمټ به د نومبر په 29مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان ټرېډ ډيولمپنټ اتهارټي د تركيې په استنبول ښار كښې كېدونكې او آئي سي حلال ايكسپو او ورلډ حلال سمټ كښې د ګډون خواهش لرونكو پاكستانو كمپنو څخه خواستونه طلب كړي دي ۔ د او آئي سي حلال ايكسپو او ورلډ حلال سمټ به د نومبر د 29نېټې څخه پېل كېدو سره تر 2 دسمبر 2018 روان وي۔ د اتهارټي له مخې په او آئي سي حلال ايكسپو او ورلډ حلال سمټ كښې به سرټيفائيډ فوډز٬د غوښې خوراكونه٬ جام جيلي٬اچار٬كيچپ٬جوسز٬ډيري مصنوعات٬حلال كيمكلز٬كاسميټكس٬فارما او نورو څيزونو نندارتونونه به كېږي