پاكستان رېلوے به په راتلونكي وخت كښې مسافر په درې نيم ساعته كښې د پېنډې نه لاهور ته رسوي٬ په رېل ګاډو كښې وائي فائي او ټرېكنګ نظام په ځائ كوو٬ فرېټ به په 15 ورځو كښې دننه ون ونډو آپرېشن ته راوستلې شي۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په اسلام آباد كښې د مارګله په سټېشن ونو د كرلو كمپائن پرانستې په موقع خبرې

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په هدايت مو يو لك 84 زره بوټي كرلي دي او هر ډويژنل دفتر كښې څلور څلور نرسرې پرانستلې شي۔ احمد په اسلام آباد كښې د مارګله په سټېشن ونو د كرلو كمپائن پرانستې په موقع وفاقي وزير ووئيل چې رېلوے ټرېكس به ماحول دوست كولې شي او د ټرېكس په دواړو غاړو به ونې كرلې شي۔ ده ووئيل چې پاكستان رېلوے به په راتلونكي وخت كښې مسافر په درې نيم ساعته كښې د پېنډې نه لاهور ته رسوي٬ په رېل ګاډو كښې وائي فائي او ټرېكنګ نظام په ځائ كوو٬ فرېټ به په 15 ورځو كښې دننه ون ونډو آپرېشن ته راوستلې شي۔ ده ووئيل چې مونږ به د سلو ورځو كاركرګي ښايو۔ د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې به د رېلوے څخه كرپشن ختمولې شي۔ په رېلوے كښې 20 زره چوكې خالي دي٬ 10 زرو خالي چوكو به ډېر زر د بهرتي كار پېل شي۔ په موقع د رېلوے سېكتر / چيئرمېن جاوېد انور٬ د رېلوے بورډ سېكتر فرخ تېمور ګلزئي٬ د پېنډې ډي اېس پي عبدالمالك او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔