معيشت وروستۍ سلګۍ وهي۔ دا مهال ئې د زړه عمليات روان دي

APP01-28 ISLAMABAD: September 28 - Federal Minister for Finance, Asad Umar addressing after inaugurating Export Display Center & Auditorium organized by Chamber of Commerce and Industry. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د خزانې ٬ ريونيو او اقتصادي چارو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي معيشت وروستۍ سلګۍ وهي ۔ دا مهال ئې د زړه عمليات روان دي ۔ د كامياب آپرېشن نه ورستو به ټرېك ته راشي او منډې به هم وهي۔ اولس له به ريليف هم وركولې شي۔ حكومت ټېكس پالېسي او د ټېكس جمع كولو نظام جلا كوي۔ په ټېكس پالېسي بورډ كښې به هم سوادګرې ورورولۍ له نمائندګي وركولې شي۔ اسلام آباد كښې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ صنعت له د ترقۍ غوره موقعې شته۔ حكومت به اسلام آباد كښې نوې انډسټريل زون له سوداګرې ورورولۍ سره مرسته كوي۔ په وفاقي پلازمينه كښې د اوبو كمي مسئلې حل كولو په منصوبه كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د اسلام آباد چېمبر د نوي جوړ اېكسپورټ ډسپلے سنټر پرانستې په مهال سوداګرو ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ آئي اېم اېف سره د مذاكراتو په اړه وفاقي وزير ووئيل آئي اېم اېف سره د معمول جائزه مشن مذاكرات روان دي۔ اوس مهال د نوې قرضې اخستو كوم پروګرام نه لرو۔ كه رجوع كول وو نو دا مذاكرات به بنياد وي۔ ده ووئيل ټېكس اصلاحاتو له بشپړه پالېسي جوړولې شي۔ اېف بي آر كښې به ډېر زر پالېسي بورډ جوړ كړې شي۔ ده ووئېل كاروباري كسان به پالېسي اصلاحات مشاورت كښې شاملولې شي او اقتصادي بحالۍ له به د دوي د وړاندېزونو هركلې كولې شي۔ ده ووئيل چېمبر دې اسلام آباد كښې د خاص اكنامك زون لپاره هم خپل سفارشات حكومت له وركړي چې په ياد كړې شوي زون كښې كوم كوم صنعتونه ولګولې شي۔ ده ووئيل اسلام آباد كښې د آئي ټي صنعت له د پرمختګ غوره موقعې شته ولې چې دې منطقه كښې 27 هائر اېجوكېشن وركوؤنكې ادارې موجود دي كوم چې د آئي ټي په څانګه كښې هنرمند او لوستي زلمي تياروي۔ ده باور وركړو چې حكومت به اسلام آباد كښې نوې انډسټريل زون جوړولو له سوداګرې ورورولۍ سره مرسته كوي۔ وفاقې وزير ووئيل اسلام آباد كښې د اوبو كمي مسئلې هوارولو له حكومت په يوه منصوبه كار كوي چې په نتيجه كښې به ئې وفاقي پلازمينې ته هره ورځ يو كروړ ګېلنه اوبه وركولې شي كومه به چې د صنعتونو لپاره هم ګټه وره وي۔ د ښار مسئلو حل له د چېمبر مرستې ته اړتيا ده۔ په دې مهال خپله وېنا كښې د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر شیخ عامر وحید ووئيل اسلام آباد كښې يو نوي انډسټریل اسټېټ ته اړتيا ده ولې چې په موجوده صنعتي سيمو كښې د نوې صنعتونو لګولو ګنجائش نشته۔ ده په حكومت زور راوړو چې حكومت دې منصوبې له اسلام آباد كښې مناسب ځائې وركړي