محمد بن سلمان په ښه قيادت كښې سعودي عرب يو پرمختللې او جديد معيشت رامخې ته شوې۔ د وزيراعظم عمران خان د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز سره خبرې

APP63-19 JEDDAH: September 19 - Prime Minister Imran Khan calls on King Salman bin Abdul Aziz. APP

جده 19ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د ستمبر په 18 او 19مه نېټھ د سعودي فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز په بلنه د سعودي عربستان دوه ورځنۍ دوره تللې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې وزير اسد عمر٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔ د سعودي فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز په جده كښې د وزيراعظم عمران خان هركلے وكړو او هغه ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړو۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو په شريكو اړيكو٬سيمه ايز او نړيوال سياسي صورتحال او مسلمانانو ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي شريكو اړيكو لا مستحكم كولو او د شريكې خوښې په چارو مرسته روانه ساتلو له خوښي څرګنده كړه ۔د خپلې دورې په مهال وزيراعظم د ولي عهد محمد بن سلمان سره هم ليدلي چا چې د عمران خان پھ درناوي كښې د ماسښختن مېلمستيا هم وركړه۔دواړو لارښودو د خپلو وزيرانو او سينئر چارواكو سره د شريكو اړيكو په استحكام٬سيمه ايزې سلامتيا او په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع سياسي٬دفاع٬معاشي٬ تجارتې او زرعي څانګو كښې مرستې مستحكم كولو او د خپلو زياتو شوو حاجتونو تر مخه پروژو پېل كولو٬بشري وسائلو كښې مرستې ته وده وركولو او په سعودي كښې د پاكستانيانو وګړو په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پاكستان او سعودي د خپل مذهب په بنياد تاريخي او د ورورولۍ اړيكو٬شريك كلتور او اقدار٬سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا له د عزم پخلے وكړو۔دوي پھ سيمه ايزو او نړيوالو چارو مسلمانانو ته په پېښو مسئلو په يو نكته نظر د اطمينان څرګڼدونه او پھ هر وخت كښې د يو بل د ملګرتيا كولو د عزم پخلې وكړو۔پاكستان سږ كال په زړه پورې ډول پھ كامياب حج انتظاماتو د سعودي قيادت مننه وكړه او د امت لخوا ئې د سعودي بادشاه شاه سلمان بن عبدالعزيز لپاره احترام او د تعظيم اعتراف وكړو۔دوي دا هم ووئيل محمد بن سلمان په ښه قيادت كښې سعودي عرب يو پرمختللې او جديد معيشت جوړ شوې۔د سعودي قيادت په ښه ډول د اقتدار په منتقل كولو د پاكستان اولس او د وزيراعظم په ټاكلې كېدو عمران خان له مباركي وركړه۔د وزيراعظم عمران خان د پاكستان يو اسلامي ٬سماجي او اقتصادي اصولو تر مخه د فلاحي رياست جوړولو نظريې ستائنې كولو سره د سعودي قيادت پاكستان له د مرستې باور وركړو او پاكستان د سعودي د مرستې مننه وكړه۔۔ د پاکستان غېر مستحكم كولو هڅو او كردارونو رامخې ته كولو سره وزیراعظم عمران خان د سعودي قيادت د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابو او قربانيو نه خبر كړو۔ وزیراعظم د مذهبي انتها خوښۍ ٬ فرقه واريت او د ترهګرۍ د ودې هڅې په سختۍ سره رد كړې۔ وزیراعظم د سعودی عرب لخوا د انتها خوښۍ او ترهګرۍ خاتمې لپاره د اقداماتو ستائنه وكړه او منطقه كښې د ترهګرۍ نظرياتو د تشهير كوونكو قواؤ په اړه ئې د خپلو خيالاتو نه خبر كړو۔ دواړو هېوادونو د يو بل د قربانيو اعتراف سره انتها خوښۍ او ترهګرۍ له ماتې وركولو لپاره شراكتداري روانه ساتلو لپاره د عزم څرګندونه وكړه ۔ دوي پرمختګ او سوكالي باوري كولو لپاره د امن او سلامتيا د ودې په ضرورت سلا شول ۔ وزیراعظم د سعودي قیادت د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې په مسلمانانو د ظلم او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نه خبر كړو۔