صومالیه كښې فضائی عمليات ،12 ترهه ګر ووژل شول

جوبا 21 ستمبر(اے پی پی)جنوبی صومالیه كښې د ترهه ګر تنظیم الشباب په ضد فضائی بريد كښې 12 ترهه ګر وژلې شوې دي۔ ځائې خبر رسنې ادارې له مخې جوبا كښې د دې بريد په مهال ګڼ ترهه ګر ژوبل شوې هم دي۔ د اطلاعاتو دوهم وزير آدم اسحاق علی ووئيل په دې فضائی بريد كښې نړيوال اتحاد هم برخه اخستي د كوم په نتيجه كښې چې د تنظیم مهم غړې حسن یعقوب هم ژوبل شوې دې۔دا خبره دې ياده وي چې تيره اوونۍ كښې هم په يو بريد كښې 70 ترهه ګر وژلې شوې ؤ۔