د پاكستان او هند ترمېنځه د اسيا كپ كركټ ټورنامنټ مهم مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

دبئي 18 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او هند ترمېنځه د اسيا كپ كركټ ټورنامنټ مهم مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ په دبئي كښې كېږي۔ د خبر له مخې په متحده عرب اماراتو كښې د د اسيا كپ كركټ ټورنامنټ خوندورې لوبې روانې دي۔ په دې ټورنامنټ كښې به د پاكستان او هند ترمېنځه مېچ د ستمبر په 19مه نېټه په دبئي كښې كېږي۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كېدونكي مېچ ټكټونه د مېچ نه وړاندې خرڅ شوي دي۔ پاكستان٬ هند٬ او هانګ كانګ په ګروپ اے كښې شامل كړې شوي دي۔ اسيا كپ لپاره د پاكستان په لوبډله كښې كپتان سرفراز احمد٬ فخر زمان، بابراعظم، آصف علی، امام الحق، شعېب ملک، شان مسعود، حارث سهېل، فهیم اشرف، حسن علی، محمد عامر، شاداب خان، محمد نواز، جنید خان، عثمان شنواری او شاهین آفریدی شامل دي