د كشمير مسئله د تېرو 70 كلونو نه د انسانيت په تندي يو بد داغ دے۔ د پاكستان ختيځ ګاونډي د ترهګرۍ مالي مرسته او منصوبه بندۍ ملاتړ كوي۔ هند سره مقصد لرونكو مذاكراتو كولو ته چمتو يؤ۔ پاكستان به د كوچنيانو په پېښور سكول بريد ٬ مستونګ كښې د بمي چاؤدنو ذمه وار او په سمجھوته اېكسپرېس كښې د بې ګناه پاكستاني وګړو شهادت چرې هېر نه كړي۔ د هېواد دفاع لپاره به لږ تر لږ دفاعي صلاحيت په ځائې ساتو۔ د شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 73 مې كلنې غونډې ته خطاب

نیویارک۔ 29 ستمبر: (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كشمير مسئله د تېرو 70 كلونو نه د انسانيت په تندي يو بد داغ دے۔ د پاكستان ختيځ ګاونډي د ترهګرۍ مالي مرسته او منصوبه بندۍ ملاتړ كوي۔ هند سره مقصد لرونكو مذاكراتو كولو ته چمتو يؤ۔ پاكستان په خپلو قومي ګټو او ملكي سلامتيا د سمجھوتې كولو متحمل كېدې نه شي۔ د سيمې هېوادونو سره د دوه اړخيز عزت او احترام په بنياد اړيكې بحالول غواړو۔ د سپكاوي خاكو سره د ټولې نړۍ مسلمانانو زړه آزار شوې دې۔ د تهذيبونو ترمينځھ مكاملې ته د ودې وركولو ملاتړ كوؤ۔ د يو هېواد ضد سارك غېر فعال جوړ كړې۔ افغانستان او پاكستان د غېر ملكي غلط فهمو ښكار دي۔ پاكستان د هندي ترهګرۍ او انتشار كلك ثبوتونه لري۔ پاكستان به د كوچنيانو په پېښور سكول بريد ٬ مستونګ كښې د بمي چاؤدنو ذمه وار او په سمجھوته اېكسپرېس كښې د بې ګناه پاكستاني وګړو شهادت چرې هېر نه كړي۔ د هېواد دفاع لپاره به لږ تر لږ دفاعي صلاحيت په ځائې ساتو۔ د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 73 مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي ووئيل دوه مياشتې وړاندې پاكستاني اولس جمهوري حق كارولو سره د چارو او ګورننس ښه كولو پرېكړه وكړه۔ اولس د يو داسې پاكستان لپاره خپله رائې وكاروله كوم چې اعتماد لرونكې ٬ دردمند ٬ بې باك او امن خوښې دې او كوم چې د اصولو پابند دې۔ يو داسې پاكستان چې د نړۍ هېوادونو سره د برابرۍ په بنياد اړيكې غواړي۔ يو داسې پاكستان كوم چې د نړۍ قامونو سره په ګډه د نوې هدفونو ترلاسه كولو هڅو ملاتړ كوي۔ د اولس په مشرۍ كښې مونږ د نوې پاكستان بنياد اېښودلې دې۔ خارجه وزير ووئيل نن په نړۍ كښې بې لګام قوتونه متحرك دي۔ د نوؤ لارو تعين په ځائې د نفرتونو قلعه ګانې ولاړې دي۔ د سامراجيت نوې نوې اړخونه وده مومي او د تجارتي جنګ درنې وريځې په افق ښكاره شوي دي۔ په نړۍ كښی پروټېکشن ازم، پاپولزم او د آئیسولیشن قوتونه غالب په نظر راځي۔ د تحمل او زغم په ځائې كركه او تشدد وده مومي۔ د رنځونو خپرېدو ٬ ماحولياتي بدلون او نورو مسئلو او چېلنجونو سره مخ يو۔ د نړيوالې اتفاق رائې ځائې منافقت اخستلې دې۔ د يمن او د منځني ختيځ حالات د اندېښنې وړ دي۔ چرته چې نوې نوې تفرقې رامخې پېدا كېږي۔ د فلسطين مسئله نن هم په خپل ځائې ولاړه ده۔ په مهذبو قومونو كښې د تعصب سوچ وده مومي۔ خارجه وزير ووئيل د سپكاوي خاكو مقابلو اعلان سره د ټولو مسلمانو زړه آزار شوې دې او ددوئي جذباتو ته زيان رسېدلې دې۔ پاكستان د تهذيبونټ ترمينځھ مكالمې ته وده وركول غواړي۔ او مونږ به د مذهبونو ترمينځه همغږۍ له كار كوو۔ د بدلون په دې سفر كښی پاكستان ملګرو ملتونو سره همكاري لا مضبوطول غواړي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان سلامتي كونسل كښې د اصلاحاتو حامي دې او دا لا جمهوري ٬ سپېځلې ٬ غېر جانبدار او فعاله ليدل غواړي۔ د امتيازي سلوك به مخالفت كوو۔ ده ووئيل پاكستان د سلامتي كونسل او د بشري حقونو كونسل يو شمېر ځله غړې پاتې شوې كوم چې په پاكستان د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري د افريقائي اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ كړې دې۔ ده د سوئيلي افريقا حريت خوښي لارښود نېلسن منډېلا ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره ووئيل منډېلا يو شمېر قربانۍ وركړې دي۔ دده د انسانيت دوست جذباتو بايد خپرونه وشي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان نړيوال امن لپاره د ملګرو ملتونو د امن فورس جوړولو كښې تر ټولو وړاندې دې۔ پاكستان د پيس مشن كوربه دې۔ مونږ ته په هغه قربانيو وياړ دې كومې چې د پاكستان بليو هېلمټ امن مشن كښې بېلو هېوادونو كښې د خذمت ترسره كولو په مهال وركړې دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان هند سره متوازن اړيكې غواړي۔ د ملګرو ملتونو اوسنۍ غونډه د پاك هند ملاقات له يوه ښه موقع وه كومه چې مودي حكومت د منفي رويې په سبب ضائع كړه۔ هند هغه عذر وړاندې كړو كوم چې ډېر پخوانې وو۔ منطقه كښی امن په ځائې كولو له ددواړو هېوادونو ترمينځه مذاكرات يوازنۍ لاره ده۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې نه هوارېدل منطقه كښې د امن په ځائې كېدو لاره كښې تر ټولو لوئې خنډ دے۔ تر كومې چې دا مسئله حل شوې نه وي منطقه كښې پائيدار امن راتلې نه شي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد د حلاف ورزيو په اړه د ملګرو ملتونو د اوسنې راپور هركلې كوو كوم چې د هندي مكروه مخ راز ښكاره كړې دې او زمونږ اصولي موقف ئې ريښتنې ثابت كړې دې۔ خارجه وزير ووئيل د دې راپور سفارشات دې زر تر زره عملي كړې شي۔ ده ووئيل د ذمه وارو تعين ضروري شوې دې۔ ددې خلاف ورزيو پلټنيو له بايد انكوائري كمېشن جوړ كړې شي ٬ مونږ به آزاد كشمير كښې ددې كمېشن هركلې كوو او هيله لرو چې هند به هم دا كمېشن قبول كړي۔ ده ووئيل هند ټول عمري په لائن آف كنټرول د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كوي۔ مونږ تل د صبر او زغم څرګندونه كړې ده۔ زمونږ د صبر امتحان دې اخستلې نه شي۔ كه هند په جنګي منصوبه بندۍ د عمل كولو هڅه وكړه نو د پاكستان لخوا به د بشپړ رد عمل څرګندونه كولې شي۔ په سوئيلي آسيا كښې غېر يقيتي صورتحال دے۔ ده ووئيل د ځينې قوتونو لخوا د نوې وسلې رسنه او جارحانه عسكري رويه منطقه كښې د امن لاره كښې خنډ دے۔ په دې صورت كښې پاكستان لپاره لږ تر لږ دفاعي صلاحيت په ځائې ساتل ضروري دي۔ هند سره د باور جوړولو ګامونو او مقصد لرونكو خبرو له چمتو يو۔ ده ووئيل پاكستان د منطقې پرمختګ او سوكالۍ له هڅې كوي۔ ده ووئيل پاكستان د يو فعال سارك ملاتړ كوي۔ ده ووئيل افغانستان او پاکستان د غېر ملكي غلط فهمو ښكار پاتې شوې دې۔ د افغانستان د 17 كالو جنګ عسكري ذريعو سره ختمېدې نه شي۔ دا يو منلې شوې حقيقت دې د كوم اعتراف چې نړيواله ورورولي هم كوي۔ افغانستان كښې د داعش خپرېدل پاكستان او منطقې لپاره د اندېښنې خبره ده۔ پاکستان افغانستان كښې د امن په ځائې كولو هڅو ملاتړ كوي۔ پاكستان افغانستان كښې امن لپاره ډېر كار كړې دې۔ په دې ورستيو كښې امن او استحكام لپاره د افغانستان پاكستان اېكشن پلان د لارې بيا د سر نه هڅې پېل شوي دي۔ بياهم دا يو حقيقت دې چې پاكستان د اوږدې مودې نه د كډوالو ځائې جوړ شوې دې كوم چې په په انساني تاريخ كښې مثال نه لري۔ دا مهال په نړۍ كښې يو شمېر هېوادونو كډوالو ته پناه وركولو نه ډډه كوي۔ د افغان كډوالو په سبب د پاكستان امنيت اغېز مند شوې دې۔مونږ غواړو چې افغان كډوال زر تر زره عزت سره او په خپله خوښه خپل هېواد ته لاړ شي۔ پاكستان به افغانستان كښې د افغان اولس او مشرتابه په مشرۍ كښی د امن په ځائې كولو هڅو ملاتړ جاري ساتي۔ خارجه وزير د ترهھ ګرۍ په ضد د پاكستان د هڅو ذكر كولو سره ووئيل زمونږ هېواد د تېرو 17 كلونو نه ترهګرۍ سره مخ دے۔ د پاکستان د امنيتي ځواكونو او اولس هڅو سره د ترهګرۍ زور مات شوې دې۔ مونږ د دوه لكه پوځ كامياب آپرېشن سره د ترهګرۍ ملا ماته كړې ده۔ نن زمونږ د ښارونو او كليو رڼاګانې بېرته راغلې دي۔ دې سره سره د نېشنل اېكشن پلان ترمخه په يوه حكمت عملۍ كار روان دے۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان به د كوچنيانو په پېښور سكول بريد ٬ مستونګ كښې د بمي چاؤدنو ذمه وار او په سمجھوته اېكسپرېس كښې د بې ګناه پاكستاني وګړو شهادت چرې هېر نه كړي۔ د افسوس خبره دا ده چې د سمجھوته اېكسپرېس ټول ذمه وار نن آزاد ګرځي۔ پاكستان د ترهګرو د مشرۍ نه رد كېدونكي شواهد ملګرو ملتونو ته وړاندې كړې دي۔ د کلبھوشن یادیو ګرفتاری او دده نه رد كېدونكي بيانونه د پاكستان كورنيو چارو كښې د لاس وهنې ښكاره ثبوتونه دي۔ ده ووئيل د چين بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو ښكاره مثال دے۔ پاک چین اقتصادی راهداری به د پاکستان جغرافیائی اهميت په اقتصادي مېوؤ كښی بدلولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ددې د لارې به منځني ختيز ٬ منځنۍ آسيا او چين ته سمندر ته د رسېدو موقع په لاس ورشي۔ ده ووئيل ملګري ملتونه د نړيوالو معاملو حل كولو له د سفارتكارۍ او مذاكراتو تر ټولو غوره پلېټ فارم دے۔ ده ددې لا فعاله جوړولو له وړاندېزونه وركولو سره ووئيل یو این سسټېن اېبل بورډ به عملي كول وي۔ خارجه وزير ووئيل بدعنواني يو سخت جرم دے ددې ارتكاب كوؤنكې او سهولت كار دواړه مجرمان دي۔ وخت راغلې دې چې لوټ كړې شوې دولت اولس ته بېرته وركړې شي او د كرپشن ذمه وار او سهولت كار خپل انجام ته ورسولې شي۔ خارجه وزير ووئيل ماحولياتي بدلون يوه سنګينه مسئله ده۔ ماحولياتي آلودګي اګركه پاكستان كښې كمه ده ولې ددې څخه په ځپليو هېوادونو كښې پاكستان تر ټولو وړومبې دې۔ پاكستان ددې مسئلې حل له عملي ګامونه پورته كوي۔ په خېبر پختونخوا كښې په تېرو 5 كلونو كښې يوه منصوبه كاميابۍ سره بشپړ كړې شوه په راروانو 10 كلونو كښې به 10 اربه اونې وكرلې شي۔ ده ووئيل د سټرېټجك آسيا تجارت غړيتوب او غېر جانبداري دې باوري كړې شي۔ انووېشن او ټېکنالوجی د هېوادونو په پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ داسې نړيوالې ادارې دې جوړې كړې شي كومې چې سائبر كرائم او خلاﺀ كښې د جنګ منع كولو مقابله وكړې شي۔ ده ووئيل امن ٬ تحفظ او پرمختګ نړيوالې سلا له ضروري دے۔ پاكستان به ددې مقصدونو ترلاسه كولو له د يو فعال غړي په حېث خپل كردار ترسره كوي۔ دا وخت اجتماعي سوچ غواړي۔ نن په پېلټ ګن ژوبل شوي كشميريان ٬ بې وزله سوروي وګړي او مظلوم فلسطينيان د ټولو سترګې دې ايوان ته دي۔ راځۍ مونږ بايد په ګډه ددوئي دا هيلې او اميدونه روښانه كړو