د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د سعودي عربستان د كلتور او اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد ملاقات ٬ د دواړو ورونړو اسلامي هېوادونو ترمينځھ اړيكو ته وده وركولو او په مهمو سيمه ايزو اونړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه۔ ملاقات كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري او پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير هم موجود وو

اسلام آباد ۔08 ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د سعودي عربستان د كلتور او اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد د خالي په ورځ ملاقات وكړو۔د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه ملاقات كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري او پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير هم موجود وو۔ ملاقات كښې د دواړو ورونړو اسلامي هېوادونو ترمينځھ اړيكو ته وده وركولو او په مهمو سيمه ايزو اونړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه اقتصادي او پارلماني اړيكې به لا زياتول وي۔ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كوي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو ټول عمري په سيمه ايزو او نړيوالو معاملو د يو بل د دريځ ملاتړ كړې۔ ده ددې هيله څرګندونه وكړه چې پاكستانې پارلمان ددواړو هېوادونو ترمينځھ د ورورولۍ اړيكې د لا مستحكم كولو عزم لري۔ په دې مهال د سعودي عربستان په زندانونو كښې د بنديوان پاكستانيانو او سعودي عربستان كښې د كار كوؤنكو پاكستاني وګړو په مسئلو هم تفصيلي خبرې وشوې۔ سعودی وزیر ووئيل ددواړو هېوادونو ترمينځه د پارلماني غړو او په حكومتي كچه رابطې زياتولو سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ سعودي وزير سپيكر ته سعودي عربستان كښې د بنديوان پاكستانيانو او سعودي عربستان كښې د خذماتو ترسره كوؤنكو مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو باور وركړو