د صدارتي ټاكنو لپاره به پولنګ(نن)سهار د 10 نه تر ماښام 4 بجو كېږي

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د صدارتي ټاكنو لپاره به پولنګ(نن)د نهې ورځې سهار د 10 نه تر ماښام 4 بجو كېږي۔د قامي اسمبلۍ ټولو غړو لپاره د اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي كارډ راوړل لازمي دي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ وياند له مخې د صدارتي ټاكنو په موقع د پارلمان غړو ته جاري شوي شناختي كارډ راوړل لازمي ګرځولې شوي او د قامي اسمبلۍ غړو ته خواست شوې چې هغوي د صدارتي ټاكنو لپاره د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي شناختي كارډ راوړل باوري كړې