د سوريې په صورتحال د تركيې٬ اېران او د روسيې اولس مشران به د ستمبر په 7مه نېټه ملاقات كوي

ماسكو 04 ستمبر (اے پي پي) د سوريې په صورتحال د تركيې٬ اېران او د روسيې اولس مشران به د ستمبر په 7مه نېټه ملاقات كوي۔ دا ملاقات به د جمعې په ورځ د اېران په پلازمينه تهران كښې كېږي۔ د روسيې حكومتي بيان له مخې د اېران او روسيې اولس مشران به په شريكو اړيكو هم خبرې كوي