د جوهری توان نړيوالې ایجنسۍ غونډه كښې د شمالی کوریاﺀ جوهری وسلې ختمولو له قرارداد منظور شو

ویانا 23 ستمبر(اے پی پی) د جوهری توان نړيوالې ایجنسۍ (آئی اے ای اے ) جنرل کنفرنس د يو متفقه قرارداد منظورې وركړې ده چې پكښې د شمالی کوریا څخه د جوهری وسلې ختمولو په اړه د كوټلې اقدامات غوښتنه شوې۔ آئی اے ای اے دا قرارداد د آسټریا ویانا ښار كښې د کنفرنس په آخری ورځ منظور کړې۔ په دې غونډه كښې د جاپان پلاوي پشمول 153 هېوادونو ګډون وكړو۔قرارداد كښې په شمالی کوریا بشپړه ، د تصدیق او تجدید وړ جوهری وسلې ختمولو له په كوټلې اقدامات زور راوړې شوې۔