د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شرين مزاري سره پاكستان كښې د جاپان سفير ملاقات

APP17-24 ISLAMABAD: September 24 – Japanese Ambassador to Pakistan, Takashi Kurai calls on Federal Minister for Human Rights, Shireen Mazari. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شرين مزاري سره پاكستان كښې د جاپان سفير تاكاشي كورائي د ګل په ورځ ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال په پاكستان كښې د بشري حقونو په صورتحال او په خاص توګه د مېرمنو او ماشومانو د حقونو تحفظ پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع د بشري حقونو وزارت وفاقي سېكتره رابعه جوريري آغا پشمول د وزارت نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع د جاپان سفير په هېواد كښې د بشري حقونو تحفظ لپاره د اوسني حكومت اقدامات وستائيل او وفاقي وزيرې له ئې د بشپړه مرستې باور وركړو