د برتانيې وزيراعظمې د قتل پلان كوونكي تن ته د 30 كاله قېد سزا واورول شوه

لندن 01 ستمبر (اے پي پي) د لندن عدالت د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې د قتل پلان كوونكي تن ته د 30 كاله قېد سزا اورولې۔ د نريوالې مېډيا له مخې د 21 كلن برتانوي وګړي نعيم ذكريا رحمان چې تعلق ئې انتهاخوښې ډلې داعش سره و٬ پلان جوړ كړے و چې هغه به په ډاؤننګ سټريټ كښې د وزيراعظمې په دفتر بمي بريد كولو سره په تهريسامې بريد وكړي۔ نعيم رحمان تېر كال د نومبر په مياشت كښې نيول شوے و۔