د امریکې او شمالی کوریا مشرانو غونډې څخه وړاندې ډير څه كول لا پاتې دي، د امریکې خارجه وزير

واشنګټن 23 ستمبر(اے پی پی) د امریکې خارجه وزير مائیك پومپیو وئيلي دي چې د امریکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د شمالی کوریائی لارښود کِم جونګ آن سره ملاقات څخه وړاندې ډير څه لا پاتې دي۔ ده فوکس نیوز سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د مشرانو غونډې لاره سمولو له ډير زر د پیانګ یانګ دورې امید لرو۔ دې سره ده ووئيل د شمالی کوریا جوهری وسلې تر پرېښودلو به بنديزونه په ځائې وي۔