انډر 19 اسيا كركټ كپ لپاره د قومي انډر 19 لوبډلې تيارې روانې دي٬ اسيا كركټ كپ به د ستمبر په 28مه نېټه په بنګله دېش كښې پېل كېږي

لاهور 24 ستمبر (اے پي پي) انډر 19 اسيا كركټ كپ لپاره د قومي انډر 19 لوبډلې تيارې روانې دي٬ اسيا كركټ كپ به د ستمبر په 28مه نېټه په بنګله دېش كښې پېل كېږي كوم به چې د نومبر تر 7مه نېټه روان وي۔ په ټورنامنټ كښې به د پاكستان لوبډله هم برخه اخلي۔ د لوبډلې كپتان به روحېل نذير وي۔ په نورو لوبغاړو كښې محمد محسن، صائم ایوب، جهان زېب سلطان، اویز ظفر، وقار احمد، سعد خان، محمد آصف، فرخ عباس، محمد بلال جاوید، جنېد خان، موسی خان، نسیم شاہ، محمد حسنین او ارشد اقبال شامل دي