8 لكهه 35 زره حاجيان حجاز مقدس ته ورسېدل

جدہ ۔ 7 اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان د پاسپورټ څانګې ذريعو وېنا ده چې تر دې دمه 8 لكهه 35 زره څخه زيات حاجيان حجاز مقدس ته رسېدلي دي۔ د سعودي ورځپاڼې ترمخه ددې نه ځانله د مدينې منورې هوائي مېدان د لارې او په زمكيزو او سمندري لارو د حاجيانو د راتګ لړۍ روانه ده۔ د جوازاتو ډي جي د جدې حج ټرمينل دوره وكړه او حاجيانو ته ئې هركلې ووې۔ په دې مهال ده په حج ټرمينل حاجيانو ته د وركړې كېدونكو اسانيو جاج هم واخست