په ادلب كښې د وسلې په ګودام كښې د چاودنو په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 70 ته ورسېده

دمشق 14 اګست (اے پي پي) د سوريې په ادلب سيمه كښې د وسلې په ګودام كښې د چاودنو په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 70 ته رسېدلې چې پكښې 17 ماشومان هم شامل دي۔ د عرب مېډيا له مخې د تركيې پولې سره نزدې د وسلې يو قاچاقبر پھ لويه اندازه وسله او چاودېدونكي توكي په يوه ودانې كښې پټ كړي و۔ د ځائي چارواكو له مخې په دې پېښه كښې ګڼ شمېره كسان بې دركه شوي هم دي۔ د ځينې اطلاعاتو له مخې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره ډېره زياته ده۔