وزیراعظم عمران احمد خان نیازی د پنجاب اعلی وزير په ټاكل كېدو سردار عثمان خان بزدار ته مباركي

اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران احمد خان نیازی د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان خان بزدار ته ټېلېفون كولو سره ده ته د وزير اعلی په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د تحریک انصاف وياند او د اطلاعاتو نومولي وزير لخوا جاري كړې شوي ټویټر پیغام كښې وئيلي شوي چې وزيراعظم نوي ټاكلي شوي اعلی وزير ته ټېلېفون وكړو او ده ته ئې مباركي وركړه۔