هندي عسكرو كپواړه او بارهموله كښې څلور كشميري ځوانان شهيد كړل

سرینګر۔19 اګست(اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه كاروايو كښې په كپواړه او بارهموله ضلعو كښې څلور كشميري ځوانان شهيد كړي دي۔ دكشميرميډيا سروس ترمخه درې ځوانان د خالي په ماښام د كپواړه ضلعې ټنګډار كښی د محاصرې او لټون يوې كاروائۍ په مهال شهيد كړې شول۔ هندي ځواك يو بل كشميرې ځوان د اتوار په ورځ د بارهموله ضلعې په كستوري ناړ سيمه كښې د پلټنيو عملياتو په مهال شهيد كړو۔ بلخوا هندي ځواك ادعا كړې چې دا ځوانان عسكريت خوښي وو او دوئي هندي ځواك سره د نښتو په مهال وژلې شوي دي۔ د آخري اطلاعاتو تر رارسېدو بارهموله ضلع كښی پوځي عمليات روان وو