سعودي عربستان كښې به د لوئې اختر په مهال بانكونه اګست 17 مې نېټې څخه تر 26 مې نېټې بند وي بانكونو ته په مقدس ځايونو ٬ بري او سرحدي پوستو ٬ هوائي مېدانونو او بندر ځايونو د جمعې او خالي په ورځ د خپلو څانګو پرانستې ساتلو هدايت۔ د اګست 19 مې نېټې څخه تر 23 مې نېټې به ترسيلات زر نه كېږي

ریاض۔ 7 اګست (اے پی پی) د سعودی عربستان مانیټری اتھارټی (ساما) اعلان كړې چې سعودي عربستان كښې به د لوئې اختر په مهال بانكونه انوېسټ كمپنۍ او انشورنس كمپنۍ د اګست 17 مې نېټې څخه تر 26 مې نېټې 10 ورځو لپاره بند وي۔ د سعودي ورځپاڼې ترمخه بانكونو ته په مقدس ځايونو ٬ بري او سرحدي پوستو ٬ هوائي مېدانونو او بندر ځايونو د جمعې او خالي په ورځ د خپلو څانګو پرانستې ساتلو هدايت شوې دغسې چې حج او عمرې لپاره راغلي كومو ستونزو سره مخ نه شي۔ ساما په ډاګه كړې چې د ترسيل زر لړۍ به د اتوار 8 ذوالحجې 19 اګست څخه بنده شي او په 23 اګست به بيا بحال كړې شي۔ ساما بانكونو ته هدايت كړې چې هغه د ترسيل زر څانګې د لوئې اختر رخصتيو په مهال په مخصوص وختونو كښې د رش ځايونو كښې د پرانستې ساتلو اهتمام وكړي