د پاكستاني هائي كميسون لندن د كركټ لوبډلې د آزادې كپ كركټ ټورنامنټ وګټلو

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د پاكستاني هائي كميسون لندن د كركټ لوبډلې د آزادې كپ كركټ ټورنامنټ وګټلو۔ د لندن څخه جارې شوې خبر پاڼې له مخې د ټورنامنټ اهتمام ډي آئي اېل ټرسټ كړے و او پكښې څلورو ځائي لوبډلو برخه واخسته۔ د ټورنامنټ ټول مېچونه په اېجنټس پارك كركټ ګراؤنډ كښې وشول۔