د نوي پاکستان تصور د رحمدلۍ جذبې له مخې د ټولنې تشكيل كول دي٬ نورو لپاره به پخپل مثال جوړېږي

APP57-19 ISLAMABAD: August 19 – People listening the Prime Minister Imran Khan address to nation on television at local shop. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوریه پاکستان وزیرا عظم عمران خان قام ته خپله وړومبۍ وېنا كښې ووئيلد د نوي پاکستان تصور د رحمدلۍ جذبې له مخې د ټولنې تشكيل كول دي٬ نورو لپاره به پخپل مثال جوړېږي ٬ وزیراعظم هاؤس به نه كاروم٬ يوازې دوه ګاډي او دوه ملازمان به ساتم ٬ د وزیراعظم هاؤس ګاډي به نيلامولې شي ٬ د اولسي پېسو به حفاظت كوم٬ پاكستان يو عظيم او پرمختللې اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره د مدينې د رياست اصول خپلولو ته اړتيا ده٬ هېواد كښې به مېرټ او قانون سرلوړي ٬ د معيشت٬ انصاف ٬ تعليم ٬ صحت د ټېكسېشن نظام ښه ٬ ګڼ اړخيزه احتساب٬ د كرپش خاتمې٬ د بشري وسيلو پرمختګ٬ د قرضو په ځائ په قامي وسائلو انحصار كولو او ساده ژوند خپلولو ته خاص پام كول شي٬ كرپټ عناصر زما دښمنان دي٬ هېواد به پاتې كېږي يا كرپټ خلق ٬ كرپټ عناصر به رانيسو نو دوي به شور كوي٬ خو اولس دې ما سره د يوې ډلې غوندې ودرېږي ٬ د بې وزله او كمزو طبقاتو خېرښګړې په به پاملرنه كولې شي ٬ پاکستان د لوي څښتن خاص نعمت دے، مونږ له په ګډه د دې حفاظت كول دي٬ د قامي تشكيل د لارې د داسې پاكستان خوښي لرم چرته چې به په هېواد كښې يو زكواة اخستونكې ونه موندلې شي او مونږ به د نورو هېوادونو مرسته وكړو۔ د اتوار په ماسخښتن قام ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل زه نن د ټولو نه وړاندې د خپلو ټولو كاركنانو مننه كول غواړم چا چې 22 كاله وړاندې په دې تحريك او جهاد كښې ما سره ګدون كړې ٶ٬ دوه ډول سياست روان دے چې پكښې يو خپل كيريئر جوړولو لپاره دي او بل زما د رول ماډول قائداعظم محمد علی جناح چا چې د يو مشن لپاره سياست كولو۔ ده ووئېل زمونږ خوږ نبی حضرت محمد ﷺ جې مدینې ته تشریف رياست يوړو نو د يو مشن په توګه ئې د نړۍ په تاريخ كښې انقلاب راوستې ٶ ٬ ما كله هم دا سياست يو كيريئر او پروفېشن نه ٶ ګڼلې٬ زه د نن نه 22 كاله وړاندې دې هېواد ته سياست لپاره راغلم ٬ زما مقصد دا ٶ چې مونږ خپل هېواد ھغه هېواد جوړ كړو كوم چې جوړېدل پكار وو ٬ یعنې د علامہ محمد اقبال چې كوم خوب ٶ يو اسلامي فلاحي رياست د كوم چې مونږ نړۍ له مثال وركول غوښتل چې رښتينې اسلام څه دے٬ ده ووئېل د مدينې په رياست كښې ھعه څه څيزونه وٶ چې نړۍ كښې ئې دومره لوي انقلاب راوستلو او ھغه قام وړاندې هېڅ هم نه ؤ ٬ لږې قبيلې وې خو بيا دوي د نړۍ امامت وكړو٬ زه نن ھغه ملګري يادوم په خاص توګه ھغه دوه چا چې ما سره دا مزل پېل كړې ٶ په ھغوي كښې يو احسن رشید كوم چې د نن نه 22 كاله وړاندې ما سره په دې هلو ځلو كښې شريك شوې ٶ خو د كېنسر جنګ كښې ماتي سره مخ كېدو په سوب ھغوي نن زمونږ سره نشته او دوېمه سلوني بخاري څوك چې په دې مشن كښې مونږ سره شريكه وه او نن مونږ سره موجود نه ده څوك چې زه په خاص توګه يادوم٬ زه ھغه ټولو كاركنانو ته سلام كوم ٬ په چا پسې چې به په كورنو كښې خنداګانې كېدلې٬ خلقو به په ھغوي پورې خندل چا ته د يوې ټانګې پارټۍ سره ګرځې ٬ نو زه نن د ھغه ټولو كاركنانانو د زړه د كومي مننه كوم ځكه چې زه د دغې ټولو خلقو نه غېر دلته نه شوم رارسېدلې٬ زه د ټولو نه وړاندې قام ته دا وئيل غواړم چې نن مونږ كوم ځائ يو٬ كومې مسئلې او ستونزدې رامخې ته دي او مونږ كومو ستونزو سره مخ يو او بيا به زه د دې ھر څه ان شآء الله د هوارولو لار تاسوته ښائيم ٬ د پاکستان په تاریخ كښې كله هم داسې معاشي حالات نه ٶ كوم چې نن دے ٬ نن په پاكستان قرض 22 زره اربه روپۍ دے او د نن نه لس كاله وړاندې د پاكستان دا قرض 6 زره اربه روپۍ وو٬ يعنې د هېواد د 60 كالو زمونږ قرض 6 زره اربه روپۍ وو كوم چې د كال 2013 نه پس 15 زره اربه روپو ته ورسېدهو او نن دا قرض 28 اربه روپو ته رسېدلې ٬ ده ووئېل د هېواد د تاريخ د 60 كالو قرض يو خوا او د تېرو لسو كالو قرض بل خوا ٬ زه به ان شآء الله دا تاسو ته وړاندې ږدم چې دا پېسه چرته لاړه او مونږ دې پېسو سره څه كړې ٬ عمران خان ووئېل دوېمه خبره دا ده نن زمونږ ھغه حالات دے چې د قرضونو سود لپاره هم قرض اخلو٬ يعنې قرضونه ختمولو لپاره نه سود وركولو لپاره هم قرض اخلو٬ د پاکستان پیپلز ګوند د تېر حكومت په آخري كال كښې د كال 2 اربه ډالره قرض اخستلې شو ٬ په تېر يو كال كښې مونږ هره مياشت دوه اربه ډالره قرض اخستې او چې كله په كال 2013 كښې د پيپلز ګوند حكومت موده ترسره كړه نو 60 اربه ډالره زمونږ بهرنۍ قرضه وه كومه چې نن 95 اربه ډالره ده او هم دا زمونږ د هېواد اصل مسئله ده چې زمونږ په هېواد قرض دومره ختلي او روپۍ د ټولو نه زيات فشار سره مخ ده ٬ ده ووئېل د دې اصل سوب هم دا دے چې زمونږ بهرنۍ قرض دومره په تندۍ سره زياتېږي او نن مونږ هغه ځاې ته رارسېدلې يو چې زمونږ لپاره د ټولو نه لويه مسئله دا ده چې مونږ دا قرضونه څنګه واپس كوٶ٬ زه دې له هم راځم چې دا مسئله څنګه حل كول دي ٬ د ېرېرېدو خبره نه ده زه به تاسو ته د دې حل هم ښائيم خو چې كوم بل څيز زه تاسو ته ښودل غواړم ھغه دا چې يو خوا خو په مونږ دومره قرض ختلې او بل د انسانانو چې كوم حالا ت دے ھغه زه تاسو ته ښودل غواړم او دا عمران خان نه وائي بلكې دا د ” يو اېن ډي پي” راپور وائي چې له مخې ئ پاكستان په نړۍ كښې په ھغه پنځو هېوادونو كښې شامل يو چې پكښې زمونږ ماشومان څخا اوبه څښي او د رنځورۍ په سوب د پنخه كالو څخه په كم عمر كښې پحق رسيږي او پاکستان د نړۍ په ھغه پنځو هېوادونو كښې شامل دے چرته چې د حمل په مهال زمونږ زياتره مېرمنې مري٬ ٬ وزيراعظم عمران خان مونږ په هغه هېوادونو كښې هم شامل يو چرته چې ماشومانو ته بشپړه خوراك او بشپړ نويټرېشن نه ترلاسه كېدو په سوب نه خو د ھغوي ذهن وده كوي او نه خپل قد ته رسي٬ ما تر ننه خلقو ته وئيل خو خلق نه پوهېدل ٬ وزيراعظم عمران خان ووئيل تاسو ته زه يو عكس ښائيم چې پكښې يو خو د دوو كالو ماشوم دے چاته چې نارمل خوراك رسيږي او د هغه ذهن په بشپړه توګه وده كوي او بل خوا هم د دوو كالو يو ماشوم دے چا ته چې پوره خوراك نه رسي د كوم په سبب چې د هغه دماغ پوره وده نه كوي او دا مونږ د پاكستان د 45 فيصده كوچنيانو خبره كوو يعني نزدې هر دوئم ماشوم پھ دې رنځ اخته دے ځكه چې مونږ دوي له بشپړ خوراك نه شو وركولې او هغوي وده نه كوي چې په سبب يې د ژوند په زغل كښې وروستو پاتې كېږي۔ عمران خان ووئيل سوچ اوكړۍ چې د دوي په مور او پلار به څه تېرېږي چې كله هغوي د خپلو ماشومانو دا هال ويني۔زه تاسو ته دا ځكه وائيم چې تاسو ته معلومه وي چې نن مونږ چرته ولاړ يو او انشاﺀ الله چې مونږ به څنګه خپله لاره بدلوو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل زمونږ سره دوه لارې دي يوه هغه په كومه چې مونږ راروان يو او بله د قرضه وړي قام٬ د چا سره چې په خپلو بچو د خرڅ كولو پېسې نشته٬د خبلو غريبانانو راپورته كولو لپاره پېسه نشته٬د كروندګرو مرستې له پېسه نشته او تر دې چې د خپلو كوچنيانو پشمول خپلو خلقو له د څښلو پاكې اوبه هم نه شو وركولې٬مونږ روزګار نه شو وركولې٬قرضونه زياتېږي۔ ده ووئېل بل پلو يوه بله لاره ده كومه به چې اوس زه تاسو ته ښائيم چې هغه كومه لاره ده٬مونږ به څنګه په دغې مزل كوو۔ده ووئيل زمونږ لپاره يو بل شرمناك څيز دا دې چې يو خوا چې دا كوم حالت دې دا تاسو هم وينئ او بل خوا په اقتدار كښې د پاتې كېدونكو خلقو د ژوندون تېرولو طريقې دي۔زه تاسو ته وائيم چې د پاكستان وزيراعظم 524 ملازمان لري٬يو پلو په هېواد قرض پورې دے او بل خوا د وزيراعظم ملازمان اوګورۍ ٬ يو پلو وزيراعظم 80 ګاډي لري چې پكښې 33 بلټ پروف دي او د يو يو ګاډي بيعه د پنځه پنځه كروړه روپو نه زياته ده۔ ده ووئيل چورلكې او الوتكې بيلې دي او د وزيراعظم كور په 1100 كناله جوړ دې٬بيا زمونږ د ګورنرانو كورونه دي په كومو چې د قام كروړونه روپۍ خرڅ كېږي٬بيا زمونږ رېسټ هاؤسزز دي او دغسې د اعلٰی وزيرانو كورونه دي دغسې دومره دوي ګاډي لري څرمره چې زمونږ د حكومت سېكتران دي٬دوي هم دوه دوه درې درې ګاډي لري٬وزيراعظم ووئيل زمونږ ډي سيز او كمشنران په لويو لويو كورونو كښې اوسېږي٬يو خوا قام قرض وړې دې څوك چې په خپلو خلكو پيسه نه شي خرڅ كولې او بل خوا حكومتي واك داران داسې ژوند كوي څنګه چې دلته پيرنګيانو حكومت كولو۔ده ووئيل زمونږ د واك دارانو غوندې هغوي لويې لويې كورونه ګورنرانو له جوړ كړي ځكه چې مونږ په هغه وخت غلامان وو او اوس مونږ آزاد يو خو بيا هم هغسې اوسېږو هېڅ فكر نه لرو چې موڼږ په دې هېواد كښې د خلكو بنيادي ضرورتونه هم نه شو پوره كولې۔ده ووئيل يوازې دا نه ده د هېواد تېر وزيراعظم په خپلو دورو 65 كروړه روپۍ خرڅ كړي٬دومره پېسې د وزيراعظم په بهر دورو خرڅ كول آخر د څه لپاره وې٬څوك دې ماته اوئي چې 65 كروړه روپۍ چې تاسو به خپلو دورو خرڅ كوئ دا پېسه چرته ځي۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپېكر بجټ 16 كروړه روپۍ وو او اورېدلې مې دي چې هغه 8 كروره روپۍ يوازې په بهر دورو خرڅ كړي٬دا څه كوي دوي بهر كوم هېواد فتح كوي دا خلق هلته د څه لپاره ځي۔ده ووئيل زه نن دا خبرې ستاسو په وړاندې ځكه ږدم چې تاسو په خپلو ذهنونو كښې دا كېښنوۍ كه مونږ خپل اړخ بدل نه كړو كوم چې دا وخت تباهۍ پلو روان دې او لوے څښتن هم په قرآن پاك كښې فرمائي چې زه تر هغه وخته د كوم قام حالت نه بدلوم تر څو چې كوم قام پخپله د خپل حالت بدلولو هڅه ونه كړي٬ ده ووئېل مونږ له كه خپل ځان د دغې تباهۍ نه ساتل دي نو مونږ له به خپل سوچ بدلول وي خپلې طريقې بدلول دي۔وزيراعظم ووئيل د دې قام لپاره تر ټولو ضروري څيز په خپل زړه كښې رحم پېدا كول دي ځكه چې زمونږ نيمه وداني په سمه توګه دوه وخته دوډۍ نه شي خوړې ځكه چې د پاكستان 45 فيصده كوچنيانو ته مونږ سمه ډوډۍ نه شو ورسولې۔ده ووئيل زمونږ 1 كروړ 25 لكه كوچنيان نن هم د سكولونو نه بهر دي څوك چې بيخي سكولونو ته نه ځي كه دا وداني دغسې زياتېده او مونږ خپل بچو له تعليم ورنه كړې شو نو ظاهره ده چې روزګار به نه موندلې كېږي او هېواد به زيان سره مخ كېږي۔ده ووئيل د اوبو مسئله به څوك حل كوي٬د پاكستان لپاره يوه بله مسئله رامخې ته شوې كومه چې د موسمياتي بدلون ده او په نړۍ كښې د پاكستان نمبر 7م دې۔د موسمياتي بدلون څخه به پاكستان د ټولو زيات ځپلې كېږي٬موسم ګرمېږي مونږ