د سري لنكا او سوئيلي افريقا ترمينځھ درېم مېچ (سبا) كېږي۔ پروټیز ته د آئی لېنډرز په ضد د 2-0 بريا ترلاسه ده

کېنډي ۔03 اګست (اے پی پی) د سري لنكا او سوئيلي افريقا ترمينځھ د 5 يو ورځني مېچونو سېريز درېم مېچ (سبا) د اتوار په ورځ كېنډي كښې كولې شي۔ پروټیز ته د آئی لېنډرز په ضد د 2-0 بريا ترلاسه ده۔ پروټیز په اولني مېچ كښې سري لنكا ته 5 وكټونو او دوهم كښې 4 وكټونو سره ماتې وركولو سره د 5 مېچونو په سېريز كښې د 2 – 0 بريا ترلاسه كړې۔ دې څخه وړاندې پروټيز لوبډله د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د آئي لېنډر د لاسه 2-0 سره وائټ واش سره مخ شوې وه۔ د دواړ لوبډلو ترمينځه د يو ورځني مېچونو سېريز درېم مېچ د اګست په 5 مه نېټه ٬ څلورم په 8 مه نېټھ او پنځم او آخري مېچ د اګست په 12 مه نېټھ كولې شي۔ د دواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ يوازنې ټي ټونټي مېچ به د اګست په 14 نېټه كولې شي