د انګلستان د كركټ لوبډله به په اكتوبر كښې سري لنكا ته ځي

لندن 31 اګست (اے پي پي) د انګلستان د كركټ لوبډله به د اكتوبر په مياشت كښې د سري لنكا دوره كوي۔ د انګلستان لوبډله به د دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد درې ټېسټ مېچونه٬ پنځه يو ورځي مېچونه او يو ټي ټونټي مېچ كوي۔ د انګلستان د كركټ لوبډله به يوولس كاله پس د سري لنكا په ضد د هغوي په خاوه درې ټېسټ مېچونه كوي۔