د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو ټېسټ مېچونو د سېريز څلورم مېچ به د اګست په 30مه نېټه پېل كېږي

ساؤتهمپټن 24 اګست (اے پي پي) د انګلستان او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو ټېسټ مېچونو د سېريز درېم مېچ به د اګست په 30مه نېټه په ساؤتهمپټن كښې پېل كېږي۔ د انګلستان لوبډلې د ټېسټ مېچونو په دې سېريز كښې وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي او يو مېچ د هند لوبډلې ګټلې دے۔ د دې څخه د هند لوبډلې په ټي ټونټي سېريز كښې د انګلستان لوبډلې ته ماتې وركړې وه او په ون ډے سېريز كښې د انګلستان لوبډلې هند ته ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځم ټېسټ مېچ به د ستمبر په 7مه نېټه پېل كېږي۔