ټول ټاكنو كښې برخه اخستوونكو كانديدانو او په خاص توګه سياسي قيادت له دې امنيت وركړی شي دغسې چې سباؤن كښې د پېښو مخ نيوي وشي

پیښور 12جولائی (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك سپارښتنه كړې چې ټول ټاكنو كښې برخه اخستونكو كانديدانو او په خاص توګه سياسي قيادت له دې امنيت وركړی شي دغسې چې سباؤن كښې دې ډول پېښو مخ نيوي وشي۔وزيراعظم د زيارت په ورځ دا سپارښتنه خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا او لنډ مهاله وزيراعلٰی جسټس(ر)دوست محمد خان ته د ملاقات په مهال كړی۔داخله وزير محمد اعظم خان هم په دې موقع موجود و۔وزيراعظم د پیښور په چاودنه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې د امن او امان صورتحال او د عوامي نېشنل ګوند په جلسه د بريد په نتيجه كښې د 22 كسانو شهادت سره د رامخې ته شوي صورتحال جاج واخستلې شو۔په دې پیښه كښې د اے اېن پي لارښود او د پي كے 78 كانديد بېرسټر هارون بلور هم شهيد شوې دغسې 60 نور كسان ژوبل شوي۔وزيراعظم ته د ځانمرګي بريد او انتخابي كانديدانو او اعلٰی قيادت له د امنيت په اړه د نګران صوبائي حكومت د اړخه پورته كړو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم په دې پیښه كښې د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا له دعا وكړه۔ده ووئيل ټول قام په دې پیښه غم جن دے۔د غم جنو كورنيو سره د يو والي څرګندونه هم وكړه۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك بلور هاؤس ته لاړو او د نامتو سياستمدار حاجي غلام احمد بلور او الياس احمد بلور سره يې د هغوي د وراره هارون بلور په شهادت لاس نيوه وكړه۔بلور وروڼو بلور هاؤس ته په راتګ د وزيراعظم هركلے وكړو۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د پنجاب ګورنر رفيق رجوانه٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی دوست محمد خان هم موجود وو۔وزيراعظم د اروښاد لوړو درجو له دعا او غم جنې كورنۍ سره د يو والي څرګندونه وكړه۔